IQNA

 د سوېډن حکومت(اسلامو فوبیا)"له اسلامه د ویرونی د اصطلاح د کارولو د بندولو اعلان وکړ

23:37 - April 30, 2026
د خبر لمبر: 3492710
ایکنا - د سوېډن حکومت اعلان کړی چې د «له اسلامه د ویرونې د  اصطلاح کارول به ودروي او هڅه کوي چې په نړیواله کچه ورته بدیل ومومي.

ایکنانیوز د المیکس  له قوله  راپورراکوی، د سوېډن د بهرنیو چارو وزیرې ماریا مالمر سټینرګارډ ویلي: حکومت پرېکړه کړې چې د «اسلام‌هراسۍ» اصطلاح پرېږدي او پر ځای یې «د مسلمانانو پر ضدتوکمپالنې» عبارت وکاروي، ځکه دوي دغه اصطلاح  ستونزمنه  بولي.

هغې پارلمان ته وویل: د «فوبیا» کلمه دا  ښکارنده له شخصي او غیر منطقي وېرې سره تړي، نه دا چې پر هغه توپير او توکمپالنې تمرکز وکړي چې مسلمانان په نښه کوي.

د سوېډن د بهرنیو چارو وزیرې زیاته کړه: دا(اسلامو فوبیا) اصطلاح همدارنګه کېدای شي پر دینونو په نیوکه  کولو سره ګډه وډه شي، حال دا چې حکومت نه غواړي دا ډول نیوکې محدودې کړي.

په پارلمان کې د وزیرې څرګندونې د یوې غونډې پر مهال، وروسته له  دې شوې چې د پارلمان غړي ریکارد یومشوف د سوېډن د ډیموکرات ګوند (SD) څخه پوښتنه وکړه. هغه د ملګرو ملتون  له خوا د مارچ په ۱۵  د اسلام‌ فوبیا پر ضد د نړیوالې ورځې په مناسبت د دې اصطلاح د کارولو په وجه پر حکومت نیوکه کړې وه.

د دې اصطلاح پر وړاندې د حکومت انتقادي دریځ له هغه «عملیاتي پلان» سره پیل شو چې د توکمپالنې  او د کرکې پر بنسټ جرمونو پر ضد» د مبارزې لپاره د ۲۰۲۴ کال په دسمبر کې تصویب شو. په دې پلان کې د «اسلام فوبیا یا له اسلامه دویرونې  اصطلاح تر پوښتنې لاندې راوستل شوې، که څه هم حکومت مخکې په ۲۰۲۲ کال کې په خپاره شوي پروګرام کې دا اصطلاح کارولې وه.

یومشوف او د سوېډن د ډیموکرات ګوند نورو مشرانو څو ځله د «اسلام‌هراسۍ» اصطلاح پر کارولو نیوکه کړې او دا یې «جوړه شوې اصطلاح بللې چې د نړۍ په کچه اسلام‌پالو د اسلام او اسلام‌پالنې پر وړاندې د مشروع نیوکو د تحریف او غلي  لپاره کارولې ده.

https://iqna.ir/fa/news/4349248

captcha